IQNA

تفسیر او مفسّران/8

؛التبیان؛د قران  کریم لومړنی شیعه تفسیر

7:35 - November 22, 2022
د خبر لمبر: 3486491
ایکنا-(تهران)د ؛التبیان فی تفسیر القرآن؛ تفسیر د شیخ طوری په وسیله د قرآن کریم لومړنی تفسیر دی چې  یوه شیعه عالم لیکلی دی او د قرآن ټولو سورو او آیتونو تفسیر ئې کړی دی او له دې اړخه ئې ځانګړی ځائيګی خپل کړی دی.

په دغه تفسیبر کې د نحو،اشتقاق،معناوې،بیان،حدیث،فقې،کلام او تاریخ په څیر د قرآڼ ډول ډول علومو و فنونه لري.

په شیخ طوسی او شیخ الطائفه  مشور  محمد بن حسن بن علی بن حسن د فقې اوحدیث په زمینې کې یو تر ټولو مشهور شیعه محقق او متفکردی . شیخ طوسی په ۲۳کلنۍ کې له خراسانه عراق ته لاړ او د شیخ مفید  او سید مرتضی په څیر  له استاذانو ئې علم زده کړ.عباسی خلیفه القائم بامرالله،د بغداد دکلام څوکۍ  هغه ته وسپارله.

هغه ورپسې نجف ته لاړ او هلته ئې خپل علمي فعالیت او تدریس پيل کړ. شیخ طوسی وتوانید د نجف ګډه وډه علمي فضا او حالت تر ډیره حده ښه کړي او دغه راز ئې تدریسي حلقې او کړئ جوړې کړې،او ډير زر ئې  نجف اشرف ښار ته د تشیَّع د علمی او فکر مرکزیت بڼه ورکړه.

شیخ طوسید بغداد دعقل پالنې د کلامي مکتب یو مشر ؤ او د خپلو استاذانو رودې ته ئې دوام ورکړاو تر کمال حده ئې ورسوله.

هغه په مختلفو دینی زمینو کې د کتاب تالیف  ته مخه  کړه او د هغه نفوذ په دلیل  چې د شیعیانو  په علمي ټولنې کې ئې درلود او ډير شاګران ئې وروزل او د شیعه عالمانو  پر تفکر ئې تل پاتې اغیزې وشیندلې.  په فقې کې عقل پالنه او اجتهاد او شیعه عقاید د شیخ طوسي په هلوځلو سره په شیعیانو باندې  غالبې شوې او د څو پيړیو د قول پالنې  رودې باندې ئې غلبه پاي ته ورسوله. هغه  د فقې د اصولو او اجتهاد د علم احیاء کونکی او لومړنی کس شمیرل کید چې شیعه فقې ته د اجتهاد د واریدیدا سبب شو.

په؛ التبیان؛ کې د شیخ طوسي(شیخ الطائفه) د تفسیر روده؛

لکه څنګه چې په پيل کې اشاره وشوه، التبیان کتاب  دشیعیانو لیکل شوی لومړنی تفسیر ؤ چې د قرآن ټولو سورو او آيتونو ته پکې  پام شوی دی.له شیخ طوسی مخکې د شیعیانو تفسیرونه یوازې  د آيتونو په تفسیر کې د روایتونو په نقلولو بسنه کوله.

د شیعه وسني پشمول ددرستو متفکرانو رایو  او دغه راز  دنورو مفسرانو  د تفسیري رایو  ارزونې او کرکتنې،له اسلامه مخکې دعربو ادبی متنونو څخه استفادې او د قران آیتونو کلامی  او بلاغي  او فقهي مسئلو  او د قرائت اختلاف او دقرآن د سختو ټکو اولغتونو په باب داطلاعاتو غونډولو  ته د شیخ طوسي توجه، ددغه تفسیر ځانګړنې دي.

شیخ طوسي د قرآنی آيتونو په استناد سره قرآن، د انسان دعقل لپاره د فهم وړ متن ګڼي او هغه روایتونه، چې یوازې د قرآڼ د فهم لاره  حدیثونو ته مراجعه ګڼي  نه مني.

په دغه اثر کې  د شیعیّت د مخکینیو تفسرونو په نسبت  دشیخ طوسي روده نوی والی لري او ګواکې  د شیعیانو لومړنی تفسیر وي چې یوازې  تفسیري روایتونو په غونډولو بسنه نه  ده شوې،بلکېپخپله ئې اجتهاد،تحلیل او ارزونې هم کړي دي.

 التبیان تفسیر،د څو سرچینو  یا جامع تفسیر حسابیږي. په دغې رودې کې  مفسّر،دخپل تفسری فهم کې د قرآن،روایت اوعقل پشمول له ډيرو تفسیري مستنداتو  سرچینو څخه استفاده کړې ده.

له هرې سورې سره د اړونده مطلبونو  ترتیب او منظمول  داسې دي چې په پیل کې د سورې  نامه ، مکي یا مدني شونه او د ځينو نورو مشخصیاتو په باب خبرې کوي. د ټکو لغوي معنا، د قرآئتونو اختلاف،د صرف اونحو او بلاغی ټکي  او بیا د آیت تفسیر او شرح او دهغو په باب مختلفو نظرونه،د کتاب نور مطلبونه دي.

captcha